سوداګري

هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د دننه کېدو دوام

د هېواد په ګمرکونو کې له فساد څخه د مخنیوي په اړه د طالبانو له ادعاوو سره سره د طالبانو ځینې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي چې هېواد ته د بې‌کیفیته توکو دننه کېدل لا هم دوام لري.

د طالبانو د سرچینو د ادعاوو له مخې چې یو موټر چلوونکي او د ګمرک یو کارکوونکی پکې شامل دي، د هېواد سرحدي برخې لکه تورخم بندر، پکتیا کې ډنډ پټان، هرات کې اسلام کلا بندرونه او د هېواد نورې سرحدي برخې تر اوسه هم د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول لپاره وسایل او تجهیزات نه لري.

د دغو سرچینو په وینا، ډېری دغه توکي د هېواد له ختیځ برخو او له پاکستان څخه واردېږي.

کابل کې د ګمرک یو کارکوونکی فرید په دې اړه وایي: «ځینې سوداګر د بې‌کیفیته توکو په واردولو یوازې د خپلې ګټې په لټه کې دي او د خپل کار پایلو ته پام نه کوي. هغوی دا توکي له ګمرکي تعرفې پرته کابل ته لېږدوي.»

د ګمرک دغه کارکوونکی وایي، چې وریجې، درمل، خرما، د اوړو ماشینونه، د فوتوکاپۍ ماشینونه، د جامو مینځلو، برقي او د سینګار توکي له ګمرکي تعرفې پرته په ټیټ کیفیت سره هېواد ته دننه کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګر) یوه رپوټ کې، چې په وږي میاشت کې یې خپور کړی لیکلي، د نړیوال بانک د تخمینونو له مخې چې د طالبانو له واکمني وروسته یې ترسره کړي دي له افغانستانه بهر او دننه د توکو سرحدي ترافیک د تېر کال په پرتله له ۴۰ تر ۵۰ سلنه کموالی موندلی دی.

سیګر ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ۱.۸ میلیون ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادر شوي، چې د دغه محصول په صادراتو کې ۱۶ سلنه وده ښیي چې په تېرو دوو لسیزو کې ترټولو لوړه شمېره ده.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حق‌مل د طالبانو له واکمنۍ وروسته له یوه خبري اژانس سره په خبرو‌اترو کې ویلي چې د هېواد په ګمرکونو کې فساد «صفر ته رسېدلی دی» او کارونه په «تخصصي» ډول پر مخ ځي.

د افغانستان ترټولو زیات کارېدونکي توکي له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له چین، پاکستان او هندوستان څخه واردېږي. له هغوی وروسته ایران، ازبکستان او تاجکستان په دغه نوملړ کې شامل دي.

د اقتصادي چارو یو کارپوه وایي چې افغانستان کلونه کېږي د بې‌کیفیته توکو د وارداتو له ستونزې سره مخ دی او د افغانستان ۳۵ میلیون کسیز بازار د دا ډول توکو د پلور لپاره پر یوه ښه ځای بدل شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وایي: «مخکینی حکومت او اوس د طالبانو اداره نه دي بریالي شوي د افغانستان ټول بندرونه په تجهیزاتو او د تېلو، خوراکي او نورو توکو د ټسټ لپاره پر لابراتوارونو سمبال کړي ترڅو د بې‌کیفیته توکو د وارداتو مخه ونیول شي او دغه کار په هېواد کې د بېوزلۍ د زیاتوالي لامل شوی دی.»

د نړیوال بانک تازه څېړنې ښیي چې د افغانانو عاید د پام وړ کموالی موندلی دی او خلک اصلي سرچینو ته لاسرسی نه لري او په روان زېږدیز کال کې د افغانستان کورنۍ ناخالص تولید له ۱۶ تر ۱۹ سلنو کموالی موندلی دی.

د دغې څېړنې له مخې د افغانستان په ګډون هغه هېوادونه چې کم عاید لري، د توکو د بیو له لوړوالي سره مخ دي او دغه زیاتوالی د هېواد په کورنیو بازارونو کې د تورم د لوړېدو لامل شوی دی.

په دې لړ کې د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزي د هېواد پر وارداتي توکو د څارنې د بهیر په اړه د آمو ټلویزیون پرله‌پسې اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ.