ځايي سرچینې وايي چې تېره شپه شاوخوا د شپې دولس بجې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یو شمېر برخې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
د سرچینو په وینا، په دعو بریدونو کې که څه هم د انسانانو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو درانه مالي زیانونه یې اړولي دي. ویل کېږي چې نږدې لس هټۍ نړېدلي او د بازار شاوخوا د ګڼو هټیو ښیښې ماتې شوې دي.
بریدونه داسې مهال شوي چې تېره شپه کابل ښار هم د څو هوايي بریدونو شاهد و.
د طالبانو چارواکو د کابل د هوايي بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
