امنیت

د سي‌آی‌اې پخوانۍ ماموره: یوازې کابل کې نه، په خوست او پکتیکا کې هم پاکستان بېګاشپه هوايي بریدونه کړي

د سي آی اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې چې د پاکستان پوځ بېګاشپه نه یوازې په کابل کې، بلکې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

اډمز په خپل ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي: «تر اوسه مو تایید کړې چې په بېګانیو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان لږ تر لږه ۶ غړي وژل شوي دي. د کابل بریدونو ترڅنګ په پکتیکا او خوست کې هم د پاکستان هوايي بریدونه شوي دي.»

هغې زیاته کړه، له هغه وخت راهیسې چې د تحریک طالبان پاکستان پوځي مشر مفتي مزاحم د القاعدې رسمي غړی شو او د دې شبکې د مشرانو شورا ته ورګډ شو، دا احتمال ډېر دی چې د تېرې شپې په بریدونو کې د القاعدې ځینې غړي هم وژل شوي وي.

د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه د دغو بریدونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

تېره شپه په کابل کې د پاکستان هوايي بریدونو کې د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي مسید په نښه شوی او وژل شوی؛ خو د طالبانو له لوري د تلفاتو اړوند نور جزیات لا نه دي شریک شوي.