بشري حقوق

طالبانو په درې ولایتونو کې نهه تنه په دُرو وهلي

انځور له آرشیف څخه

طالبانو د بدني سزاګانو د دوام په لړ کې نهه تنه، چې پکې دوې ښځې هم شاملې دي، د «نامشروع اړیکو، لواطت، اخلاقي فساد او غلا» په تور، په کاپیسا، غزني او خوست ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په جلا خبرپاڼو کې ویلي، د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه په کاپیسا، درې تنه په خوست او یو تن په غزني کې پر سزا محکوم شوي دي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د کاپیسا د کوهستان لومړۍ حصې، د خوست د باک ولسوالۍ او د غزني د ګیلان ولسوالۍ ابتدایي محاکمو دا کسان مجرمان بللي، او وروسته له هغې چې د طالبانو سترې محکمې دا پرېکړې تایید کړې، د دوی سزا د خلکو په حضور کې عملي شوې ده.

د خبرپاڼو له مخې:

  • په کاپیسا کې پنځه تنه د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور د ۳۹ دُرو او له شپږو میاشتو تر یو نیم کال د بند پر سزا محکوم شوي؛
  • په غزني کې یو تن د «اخلاقي فساد» په تور د ۲۵ دُرو او یو کال بند پر سزا محکوم شوی؛
  • او په خوست کې درې تنه د «اخلاقي فساد او غلا» په تور له ۲۰ تر ۳۰ دُرو او یو کال بند محکوم شوي دي.

د آمو د راټولو شوو معلوماتو له مخې، د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیو پر بنسټ، د دُرو د سزا عملي کول، په ځانګړي ډول پر ښځو، په عام محضر کې زیات شوي دي.

د دغو معلوماتو له مخې، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۱۱۴ تنه په دُرو وهل شوي، په داسې حال کې چې د تېرې میاشتې شمېر یوازې ۱۰ تنه و.

سربېره پر دې، طالبانو په همدې میاشت کې په غور، لوګر، بلخ، لغمان، تخار، بدخشان، جوزجان او بغلان کې پر شلو ښځو د دُرو سزا عملي کړې ده. ډېری دا ښځې د «کور پرېښودو» او «اخلاقي فساد» په تور د خلکو پر وړاندې په دُرو وهل شوې دي.

د دُرو او قصاص سزاګانې د طالبانو له‌خوا د رڼې قضایي پروسې او د تورنو کسانو د دفاع د حق د نشتوالي له امله، تل د نړیوالو بشري بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ دي.