د فلسطین وسلوالې ډلې حماس او اسراییل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې لومړی پړاو لاسلیک کړی دی.
د دې هوکړې له مخې، اسرایل به خپل ځواکونه له غزې تر هوکړه شوې کرښې پورې شاته باسي، او حماس به ټول اسرایلي بنديان ژر خوشې کړي.
ډونالډ ټرمپ د دواړو لورو دا اقدام ستایلی او په خپل ټولنیز پاڼه «ټروت سوشیال» کې یې لیکلي دي:
«زه په ډېر ویاړ اعلان کوم چې اسرایل او حماس دواړو زموږ د سولې د طرحې لومړنی پړاو لاسلیک کړی دی. دا کار دا مانا لري چې ټول بنديان به ژر خوشې شي، او اسرایل به خپل ځواکونه د موافقې له مخې شاته باسي. دا د یوې پیاوړې او تلپاتې سولې په لور لومړی ګام دی.»
ټرمپ ټینګار کړی چې له دې تړون وروسته به د دواړو لورو عادلانه چلند له نږدې وڅارل شي.
هغه زیاته کړې ده:
«نن ورځ د عرب او اسلامي نړۍ، اسرایلو، ګاونډیو هېوادونو او د امریکا لپاره یوه ستره ورځ ده.»
ډونالډ ټرمپ له هغو منځګړو هېوادونو قطر، مصر او ترکیې مننه کړې چې د امریکا په همکارۍ یې دا «تاریخي او بېسارې» هوکړه ممکنه کړه.
د یادونې وړ ده چې دا د سولې طرحه مخکې له دې هم د ټرمپ له خوا وړاندې شوې وه، او هغه حماس ته خبرداری ورکړی و، که یې لاسلیک نه کړي، له سختو پایلو سره به مخ شي.
د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې نږدې دوه کاله تېرېږي. دا جګړه هغه وخت پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه، د حماس ډلې پر یو شمېر اسرایلي ښارګوټو برید وکړ. د اسرایلي چارواکو په وینا، په دې برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۱ تنه نور بنديان شوي وو.
اسرایلو له هغه برید وروسته پر غزه او د حماس تر کنټرول لاندې سیمو پراخ بریدونه وکړل، چې تر اوسه په هغو کې له شپېته زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
