په تبعید کې د بشر د حقونو نړیوال فډراسیون، د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا له هغې پرېکړې خپله ننګه اعلان کړه، چې په افغانستان کې د بشر حقونو د وضعیت د پلټنې لپاره د یو خپلواکه حقیقت موندونکي میکانیزم د جوړولو ټینګار پکې شوې ده.
د یاد فډراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه د عدالت، حساب ورکونې او د قربانیانو د حقونو د خوندیتوب په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې، چې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه مېرمنې، د بشر حقونو مدافعین، خبریالان، مذهبي اقلیتونه او د مدني ټولنې فعالان لا هم له پراخو سرغړونو سره مخ دي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د دغو سرغړونو مستندول او د شواهدو خوندي کول د عدالت د ټینګښت او د معافیت فرهنګ د پای ته رسولو لپاره اړین ګامونه دي.
د فډراسیون مشرانو له ملګرو ملتونو او د بشر حقونو له عالي کمیشنرۍ غوښتنه کړې، چې دا نوې پلټونکې اداره باید په بشپړ ډول خپلواکه، بې پرې او روڼ کار وکړي، او د افغان مدني ټولنې، د بشر حقونو خپلواکو بنسټونو او نړیوالو ادارو سره نېغې اړیکې وساتي.
خبرپاڼه دا هم وایي چې نړیواله همغږي، د قربانیانو او شاهدانو ملاتړ، او د جرمونو مستندولو ته عملي ملاتړ ورکول، د عدالت د تامین لپاره اړین عناصر دي.
په پای کې، په تبعید کې د بشر د حقونو نړیوال فډراسیون له ټولو نړیوالو ادارو او رسنیو وغوښتل چې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او ډاډ ترلاسه کړي چې د قربانیانو غږونه واورېدل شي او عدالت په رښتیني ډول تامین شي.
