سوداګري

نړېوال بانک: د افغانستان د اقتصادي ودې تمې لوړې شوې؛ خو د ښځو د کار د ټيټې کچې ستونزه لا هم دوام لري

نړۍ‌وال بانک په خپل نوي راپور کې ويلي، د منځني ختيځ، شمالي افريقا، افغانستان او پاکستان د اقتصادي ودې بهير له نړيوالو تمو سره سم ښه شوی؛ خو جګړې، بې‌ثباتي او د خلکو بې‌ځايه کېدل لا هم د پام وړ ستونزې دي.

د نړېوال بانک راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د سيمې اقتصادي وده شاوخوا ۲.۸ سلنه او د ۲۰۲۶ کال لپاره ۳.۳ سلنه اټکل شوې ده، حال دا چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې يوازې ۲.۳ سلنه وه.

د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د خليج د همکارۍ شورا هېوادونو ښه اقتصادي فعاليت کړی؛ خو د افغانستان، پاکستان او د سيمې د نورو بېوزله هېوادونو پرمختګ د سياسي بې‌ثباتۍ، د خصوصي سکتور د کمزورۍ او د ښځو د کار د ټيټې کچې له امله ورو روان دی.

راپور زياتوي چې د ښځو د کاري ځواک کم ګډون د افغانستان او سيمې د اقتصادي ودې پر وړاندې يو له سترو خنډونو څخه دی. د نړېوال بانک شنونکي وايي، د افغانستان ښځې د استعداد، زده‌کړې او د کار د ظرفيت له پلوه د پام وړ وړتيا لري، خو د ټولنيزو دودونو، د قانوني محدوديتونو او د امنيتي وضعيت له امله له اقتصادي بهير څخه شا ته پاتې شوې دي.

په راپور کې سپارښتنه شوې چې د افغانستان لپاره د کار د بازار پراخول، د ښځو د کار د حق ملاتړ، او د کورنيو د عايد د نوښت هڅونه کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې کچه لوړه کړي.

د نړېوال بانک د اقتصادپوهانو په وينا، که د افغانستان د ښځو کاري ځواک ته د ګډون او نوښت امکانات برابر شي، نو هېواد به وکولای شي د فقر د کمولو، د عايد د زياتېدو او د ټولنيز ثبات په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وکړي.

راپور ټينګار کړی چې «د افغانستان به ګډون د یادو هیوادونو د ښځو د استعداد کارول نه يوازې د عدالت او برابرو فرصتونو موضوع ده، بلکې د اقتصادي راتلونکي لپاره يوه ستره اړتیا هم ده