منځنی ختیځ

حماس: د جګړې د پای ته رسولو هوکړې لپاره چمتو يو، خو شرطونه پر ځای دي

د فلسطين جنګي ډلې حماس ويلي، دغه ډله د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې ته رسېدو چمتووالی لري، خو لا هم ځينې مهم شرطونه لري. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د قطر صدراعظم او د امريکا لوړپوړي منځګړي د حماس او اسرائيلو تر منځ د غيرمستقيمو خبرو د دوام لپاره مصر ته رسېدلي دي.

د خبرو دويم پړاو د مصر په سواحلي ښار شرم‌الشيخ کې روان دی، چيرې چې د حماس مشر خليل الحيّه د مصر دولتي شبکې القاهره نيوز ته ويلي، «دوی جدي او مسؤلانه خبرو اترو” ته راغلي دي. ده زياته کړه، حماس د سولې تړون ته چمتو دی، خو غواړي د جګړې د پای لپاره “باوري تضمين” ورکړل شي، څو دا جګړه بيا تکرار نه شي.»

د حماس يو بل لوړپوړي چارواکي فوزي برهوم په یوه ةلويزيوني څرګندونو کې وويل، د دې ډلې پلاوی هڅه کوي ټول خنډونه لرې کړي تر څو داسې تړون وشي چې د “د غزې د خلکو هيلې پوره کړي.” ده وويل، تړون بايد د جګړې بشپړ پای، د اسرائيلي ځواکونو بشپړ وتل او د غزې د بيا رغونې فوري پيل تضمين کړي.

په مقابل کې، اسرائيل غواړي حماس بې‌وسلې شي، خو حماس دا غوښتنه ردوي. د فلسطيني ډلو يو ګډ بيان هم خپور شوی چې په کې ويل شوي، “هيڅوک د فلسطين د خلکو د وسلو د تسليمۍ حق نه لري.”

د قطر صدراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، چې د منځګړيتوب يو مهم رول لري، د چهارشنبې د ورځې خبرو کې ګډون کوي. د يو قطري چارواکي په وينا، د خبرو موخه د اوربند د طرحې او د برمته شويو کسانو د تبادلې د موافقې پر لور د هڅو چټکتيا ده.

د خبرو په څنډه کې، د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې وويل: “زه باور لرم چې نه يوازې په غزه کې، بلکې د ټول منځني ختيځ د سولې امکان شته.” ټرمپ خپل ځانګړي استازي جېريډ کوشنر او استازي سټيو ويټکوف مصر ته د خبرو لپاره استولي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس له بريد څخه دوه کاله تېرېږي، هغه بريد چې د اسرائيلو د پراخ پوځي يرغل لامل شو. د غزې چارواکي وايي، د جګړې له کبله تر اوسه شاوخوا ۶۷ زره فلسطينيان وژل شوي او لا هم جګړه روانه ده. اسرائيل وايي، د حماس په بريد کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ تنه برمته کړل شوي وو.

د اسرائيل لومړی وزير بنيامين نتنياهو د خبرو د حالت په اړه تبصره نه ده کړې، خو په اېکس (پخواني ټويټر) کې يې ويلي: “موږ د پرېکړې برخليک ټاکونکو ورځو کې يو. موږ به د جګړې ټولو موخو رسېدو ته دوام ورکړو، د ټولو برمته شويو خوشې کول، د حماس د واک له منځه وړل، او دا ډاډ ترلاسه کول چې غزه نور د اسرائيلو لپاره ګواښ نه وي.”

سره له دې چې خبرې د اميد وړ بلل کېږي، خو د هر لوري چارواکي احتياط کوي او وايي، د چټک پرمختګ هيله نه شي کېدای. په ورته وخت کې، د نړۍ په ګڼو ښارونو لکه سډني، لندن، استانبول، نيويارک او پاريس کې د اسرائيل د يرغل پر ضد مظاهرې او د حماس د بريد د قربانيانو د ياد غونډې ترسره شوې دي.

د دواړو لورو خلک هم د جګړې د پای هيله څرګندوي. په غزه کې ۴۹ کلن فلسطيني محمد ديب وايي: “موږ دوه کاله کېږي چې په وېره، ورانۍ او بې‌کورۍ کې ژوند کوو. هيله لرو دا هر څه پای ته ورسېږي.”