د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له دغه ولایت څخه د نږدې ۵۴ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت کورني تولیدات او کرنیز محصولات بهر ته صادر شوي دي.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې شاوخوا ۲۵۸۷۶ ټنه صادراتي توکي د هرات له لارې بېلابېلو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته لېږل شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایي آمر محمد یوسف امین وایي:
“موږ په تېرو پنځو میاشتو کې د صادراتو په کچه کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راوستی، چې دا د کورني تولید د ودې او د بازارونو د پراختیا څرګندونه کوي.”
سوداګر وايي، د افغانستان تولیدات په نړیوالو بازارونو کې ورځ تر بلې د لا زیاتې غوښتنې او مقبولیت سره مخ دي.
د هرات د صادراتو په توکو کې پسته، ممیز، چلغوزي، او نور کرنیز محصولات شامل دي، چې د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یې مهم رول لوبولی دی.
افغانستان، چې یو کرنیز هېواد بلل کېږي، هر کال زرګونه ټنه وچه او تازه میوه، غالۍ، قیمتي ډبرې، زعفران، او نور کورني تولیدات بهر ته صادروي.
د احصایې له مخې، د افغانستان کلني صادرات شاوخوا ۱.۸ میلیارده ډالرو ته رسېږي، او ډېر یې پاکستان، هند، ایران، چین، او خلیج هېوادونو ته لېږل کېږي. د متخصصینو په باور، که د پروسس، ټرانسپورت، او نړیوالو معیارونو برخې لا پسې پیاوړې شي، د افغانستان د تولیداتو کچه او ارزښت به څو چنده لوړ شي.
