سیاست

ټرمپ: امریکا کولی شوه په افغانستان کې جګړه وګټي؛ خو سیاسي پرېکړو له اوسني حالت سره مخ کړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا کولی شوه د افغانستان جګړه وګټي، خو یو سیاسي تصمیم ونیول شو او پرېکړه وشوه چې جګړه ورو، په احتیاط او له سیاسي ملاحظاتو سره پرمخ لاړه شي.

ټرمپ دا څرګندونې په ویرجینیا ایالت کې، د امریکا د سمندري ځواکونو د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځغونډې پر مهال وکړې. هغه وویل: «تاسې پوهېږئ، موږ جګړه د بریا لپاره بندوله. موږ به په اسانۍ بریالي کېدو، موږ به په افغانستان کې هم په اسانۍ بریالي کېدو، او حتی په هره بله جګړه کې؛ خو سیاست منځ ته راغی او وویل شول چې باید ورو ورو مخکې لاړ شو.»

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې هغه په وروستیو کې څو ځله د افغانستان د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. نوموړي دا خبره لومړی ځل په لندن کې د بریټانیا له صدراعظم کییر سټارمر سره په ګډه خبري ناسته کې وکړه او وروسته یې لږ تر لږه څلور ځله نوره هم تکرار کړې ده.

د ټرمپ په وینا، که بګرام هوايي اډه امریکا ته “بېرته ور نه‌کړل شي”، نو طالبان به له “سختو پایلو” سره مخامخ شي.

هغه د دې پوځي اډې موقعیت له ستراتیژیک پلوه مهم بللی او ادعا یې کړې چې “بګرام د چین د اټومي وسلو د تولید له سیمې یوازې یو ساعت واټن لري.”

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ټرمپ دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې بګرام د افغانستان د خاورې نه‌بېلېدونکې برخه ده.

مجاهد د العربیه انګلیسي شبکې سره په مرکه کې ویلي: «بګرام د افغانستان د خاورې برخه ده او د هېواد له بلې برخې سره هېڅ توپیر نه لري. موږ هېڅکله چمتو نه یو چې د خپل هېواد یوه لوېشت خاوره معامله یا پرېکړه پرې وکړو.»

هغه زیاته کړه: «افغانان د اشغال پر وړاندې ډېر حساس دي او هېڅکله به اجازه ور نه‌کړي چې د دوی خاوره د پردیو تر واک لاندې شي. د شل کلن اشغال پر مهال افغانستان هره ورځ له ناوړه پېښو ډک و، او په پای کې امریکا اړ شوه چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.»