د غزني ولایت په مرکز کې د افغانستان د بزکشي او نیزهوهنې فډراسیون په نوښت د «ملي نیزهوهنې سیالۍ» پیل شوې، چې د هیواد له ۸ ولایتونو څخه ۹ لوبډلو پکې ګډون کړی.
د فډراسیون په وینا، په دغو سیالیو کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، کابل، میدان وردګو، زابل او غزني لوبډلې ګډون کوي.
سیالۍ د پنجشنبې په ورځ پيل شوې او دوه ورځې به دوام وکړي. د پایلوبې په ترڅ کې به د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو تیزرفتار موټر، د دویم مقام ګټونکې ته ۲۰ زره افغانۍ او درېیم مقام لوبډلې ته ۱۰ زره افغانۍ جایزه ورکړل شي.
نیزهوهنه د افغانستان له پخوانیو او خورا دودیزو لوبو څخه شمېرل کېږي، چې ژورې تاریخي او کلتوري ریښې لري.
په دې لوبه کې سپاره کسان د خپلو چابکو آسونو په مرسته د اوږدو نیزو او ځانګړو مهارتونو په کارولو ټاکلي هدفونه ولي.
دا دودیزه لوبه له پخوا په قومي محفلونو، جشنونو او ملي مراسمو کې ترسره کېده او اوس هم د افغانستان د فرهنګي هویت او ملي لوبو یوه برخه ګڼل کېږي، چې په ملي او نړیواله کچه ورته درناوی کېږي.
