له پروان ولایت څخه لږ تر لږه درې ځایي سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو د بګرام هوايي اډې شاوخوا اوسېدونکو ته ویلي چې تر یوې میاشتې پورې خپل کورونه پرېږدي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دې پرېکړې دلیل د «امریکا احتمالي برید او د خلکو د کورونو د زیانمنېدو خطر» یاد کړی دی.
دوی زیاتوي چې طالبانو دا حکم یوه اونۍ مخکې صادر کړی او خلکو ته یې د یوې میاشتې مهلت ټاکلی دی.
سرچینې وایي، طالبانو هغو کورنیو ته چې له خپلو کورونو وځي، هېڅ ډول مرستې یا امتیاز نه دی منلی، یوازې یې پر ژر تر ژره کډه کېدو ټینګار کړی دی.
یوه سرچینه وايي: «د طالبانو قوماندانان او سرتېري چې د بګرام هوايي اډې ترڅنګ مېشت دي، هغوی هم خپل کورونه پرېږدي.»
سرچینې زیاتوي چې د بګرام هوايي اډې شاوخوا اوسېدونکي په بشپړه اندېښنه او بېړني حالت کې دي او د نوي کور د اخیستلو یا کرايې ورکولو توان نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تازه د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو خبره کړې ده.
