د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، په افغانستان کې د دوه ورځني انټرنېټي بندنیز د پای ته رسېدلو هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې دا کار د طالبانو له لوري د خلکو د بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه وه او هېڅکله باید تکرار نه شي.
بېنېټ پر اېکس لیکلي: «خوشال یم چې د افغانستان له خلکو سره بېرته اړيکه ټینګه شوې او هغوی وکولای شول له نږدې ۴۸ ساعتونو چوپتیا وروسته له یو بل او نړۍ سره وصل شي. د انټرنېټ پرې کېدل ژوند ګډوډوي، حقوق تر پښو لاندې کوي او د معلوماتو لاسرسی له منځه وړي. داسې اقدام هېڅکله د منلو نه دی.»
طالبانو د سپتمبر په ۲۹مه د ماښام له پنځو بجو وروسته د موبایل انټرنېټ او فایبر نوري خدمتونو د بندېدلو امر وکړ، چې دغه چوپتیا په ټولو ولایتونو کې تر ۴۸ ساعتونو زیاته موده روانه وه. د دغه اقدام له امله بانکي سیسټم فلج شو، پروازونه ځنډېدلي او زرګونه کورنۍ د اړیکو له اسانتیا بې برخې شوې.
د مرستندویه ادارو او د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی و چې د انټرنېټ بندېدل په داسې حال کې چې افغانستان له یو سخت بشري ناورین سره مخ دی، د مرستو بهیر له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د انټرنېټ بندېدلو د افغانانو زدهکړې، سوداګرۍ او روغتیایي خدمتونو ته مستقیم زیان واړولو. د بښنې نړیوال سازمان (امنستی انټرنشنل) دغه کار «بېپروا ګام» بللی چې د ښځو او نجونو وضعه یې نوره هم ناوړه کړې، په ځانګړي ډول هغو چې له مخکې د منځنیو او لوړو زده کړو له حقه محرومې شوې دي.
طالبانو په لومړي سر کې د دغه اقدام په اړه هېڅ توضیح ور نه کړه. وروسته د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد د نوري فایبر شبکو د زړېدو راپورونه رد کړل او هغه خبرې یې ناسمې وبللې چې ځینې رسنیو د ده په نوم خپرې کړې وې.
