د انټرنېټ پرلپسې بندېدلو د افغانستان د بانکي خدمتونو او د پیسو د حوالې بهیر فلج کړی او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
ځینې افغانان چې په بهر کې اوسیږي وايي، نه شي کولای له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي او نه هم د پیسو د استولو اسانتیا لري. د اسپانیا اوسېدونکې افغانه واحده حکیمي وايي: «موږ نور نه شو کولای د مور غږ واورو، د پلار، ورور او خویندو حال واخلو او یا ورته پیسې حواله کړو. دا یوازې د انټرنېټ بندېدل نه دي؛ بلکې د خلکو د ژوند رګ پرې کول دي.»
په همدې مهال، هغه افغانان چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي، د حوالو د ځنډېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. یو افغان ناروغ په پاکستان کې وايي: «ډاکټر ویلي و چې باید بېړنی عملیات وشي، خو دا چې پیسې نه وې رسېدلې، روغتون حاضر نه و چې عملیات وکړي. روغتون خصوصي دی او تر څو چې مخکې له مخکې پیسې ورنه کړې، د عملیات مسوولیت نه اخلي. ناروغ په اندېښنه کې د روغتون په دهلیز کې ګرځېدلو او د افغانستان د انټرنېټي ستونزو د هوارېدو تمه یې درلوده.»
د افغانستان د خصوصي بانکونو یوه سرچینه وايي چې د انټرنېټ له بندېدلو وړاندې، یوازې د یو بانک له لارې هره ورځ شاوخوا ۵۰ زره ډالره د حوالو په بڼه د خلکو لاس ته رسېدل. اوس دغه خدمتونه بشپړ فلج شوي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د انټرنېټ بندېدل به ټولنه لا زیاته بېباوره کړي او د خلکو پر ژوند او کاروبار به ناوړه اغېزې ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی، سیر قریشي وايي: «د انټرنېټ او اړیکو بندېدل د بانکي سکټور فعالیت فلجوي، د خلکو ژوند د نغدو پیسو له کمښت سره مخ کوي، کاروبارونه له سختو ستونزو سره مخامخ کوي او د حوالو بهیر دروي.»
ملګري ملتونه وايي چې د انټرنېټ بندېدل افغانستان له نړۍ څخه بېل کړی او د دې کار پایله به روان بشري ناورین لا پسې ژور کړي. د دې ادارې مرستیال ویاند فرحان حق ویلي: «دغه بندیز ژر او پراخ منفي اغېز لري؛ د بانکي او مالي نظامونو فعالیت زیانمنوي، د ښځو او نجونو انزوا ډېروي، د بیړنیو خدمتونو او روغتیايي پاملرنې ته د خلکو لاسرسی محدودوي، د هوايي چلند برخه ګډوډوي او هغو کورنیو ته ستونزې جوړوي چې پر حوالو متکي دي.»
اوس مهال په افغانستان کې درې دولتي، اووه خصوصي او د دوو بهرنيو بانکونو څانګې فعالیت کوي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان، چې د هېواد له نیمایي زیات نفوس جوړوي، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
