منځنی ختیځ

ګوترېش د غزې اړوند د امریکا د سولې له پلان هرکلی وکړ

انتونیو گوترش دبیرکل ملل متحد

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د غزې د سولې د نوي پلان هرکلی کړی او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې دې موافقې ته ژمن پاتې شي.

د راپورونو له مخې، د پلان جزئیات وروسته د قطر او مصر منځګړو د حماس مشرتابه ته ورسول، خو تر اوسه حماس ورته رسمي ځواب نه دی ورکړی. اسرائیل او ګڼو نړیوالو هېوادونو د دغه پلان ملاتړ کړی دی.

ګوتېرېش په خپله اعلامیه کې وویل، اوس اړینه ده چې ټول لوري د یوې دایمي موافقې او د هغې د عملي کولو لپاره همکاري وکړي. هغه یو ځل بیا پر بېړني او دایمي اوربند، د بشري مرستو پر ازاد لاسرسي او د ټولو برمته شویو کسانو پر بې‌قید او شرطه خوشې کېدلو ټینګار وکړ.


د اسرائیل ځواکونو عملیاتو د غزې په شمال کې د خلکو پراخ بې‌ځایه کېدلو ته لاره هواره کړې ده. د یونېسف ویاند ویلي، د ژمي د رارسېدو له امله د ماشومانو او کورنیو روغتیايي ستونزې لا پسې زیاتېدای شي.

هغه وویل، یوازې په العماسې سیمه کې څه باندې ۴۰۰ زره کسان ځای پر ځای شوي چې خېمو او سرپناه ته سخت اړ دي. یونېسف نږدې ۱۱ زره خیمې او نور مرستندویه توکي تیار کړي، خو تر اوسه یې د غزې دننه د لېږد اجازه نه ده ترلاسه کړې.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، اوس مهال یوازې ۱۸ سلنه د غزې سیمه له بې‌ځایه کېدو او نظامي محدودیتونو خلاصه ده.

اوچا زیاته کړې، که څه هم د ځینو ټولنیزو پخلنځیو لپاره د خوراکي موادو د رسونې اجازه ورکړل شوې او په یوه ورځ کې تر ۶۶۰ زره زیات خواړه وېشل شوي، خو د مرستو د ډېرو کاروانونو د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

د اوچا ویاند ویلي: «اوسنی وضعیت ګډوډ دی. یوازې یو عاجل اوربند کولای شي د مرستو د منظم او اغېزمن رسېدو زمینه برابره کړي.»