د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ټیلفوني اړیکې له لارې د قطر له امیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني څخه د وروستي برید په تړاو بښنه غوښتي ده. دا تلیفوني اړیکه د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ له لوري تر سره شوې، په داسې حال کې چې نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په واشنګټن کې په لیدنه بوخت و.
راپورونه وایي چې د قطر یوه تخنیکي پلاوي هم د سپینې ماڼۍ په غونډو کې برخه لرله. د دوحې پر وړاندې د اسراییلو برید د واشنګټن او تل ابیب پر اړیکو تازه فشارونه وارد کړي، او ویل کېږي ټرمپ د نتنیاهو له یواړخیزو اقداماتو زیات خفه شوی دی.
د راپورونو له مخې ټرمپ د برید په اړه په یوه جدي خبرو کې نتنیاهو ته ویلي چې دا کار “غیر عاقلانه” دی او ښایي سیمهییزه دیپلماسي زیانمنه کړي.
نتنیاهو بیا برید توجیه کړی او ادعا یې کړې چې د اقدام لپاره یوازې لنډ فرصت درلود.
قطر چې د مصر ترڅنګ د غزې د اوربند په خبرو کې مهم رول لري، برید یې “بزدلانه” او د نړیوالو قوانینو خلاف بللی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي چې اسراییلي الوتکو قصداً هغه استوګنیزې ودانۍ په نښه کړې چې د حماس د سیاسي دفتر ځینې غړي پکې اوسېدل.
په ورته وخت کې، حماس هم برید په کلکه غندلی او اسراییل او امریکا یې دواړه مسؤل بللي دي. دې ډلې ویلي چې د وژنې هڅه به د دوی په دریځ اغېز و نه کړي او ټینګار یې کړی: “اسراییل ناکام شوی دی.”
