بشري حقوق

ملګري ملتونه: ایران په وروستیو ۹ میاشتو کې ۵۸ افغانان په دار ځړولي

انځور- ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چې ایران په روان ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه زر تنه اعدام کړي دي، چې په کې لږ تر لږه ۵۸ افغانان هم شامل دي.

د راپور له مخې، د دغو افغانانو له ډلې ۵۷ نارینه او یوه ښځه ده چې د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي دي. ډېری اعدامونه د نشه‌يي موادو اړوند قضیو او وژنو په تړاو ترسره شوي، ورپسې د امنیتي تورونو او د جنسي تېريو دوسیو دي.

ملګرو ملتونو دغه لړۍ د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی چې یوازې په وروستیو اونیو کې په منځنۍ توګه هره ورځ له نهو څخه زیات کسان په دار ځړول شوي، چې دا د بشري حقونو له ټولو منل شويو معیارونو سره په ټکر کې ده.

کارپوهانو زیاته کړه چې یوازې د نشه‌يي موادو اړوند قضیو کې ۴۹۹ کسان اعدام شوي، حال دا چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ په کال کې یوازې له ۲۴ تر ۳۰ پورې ورته حکمونه عملي کېدل.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر ایران غږ کړی چې د ټولو اعدامونو رسمي ځنډ اعلان کړي، په شفاف ډول د اعدامونو شمېر خپور کړي او د عادلانه محاکمو نړیوال معیارونه مراعت کړي. هغوی ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید چوپ پاتې نه شي او پر ایران د اعدامونو د مخنیوي لپاره جدي ډیپلوماټیک فشار راوړي.