د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، ویلي چې هېواد یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټیم سره د اوربند پر یوې نوې طرحې کار کوي، خو لا یې چارې وروستۍ شوي نه دي.
دا څرګندونې هغه مهال کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره نړیوال فشارونه زیات شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل او حماس د جګړې له امله د فلسطینیانو د قربانیانو شمېر تر ۶۶ زرو اوښتی دی.
ټاکل شوې چې ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له نتانیاهو سره د لیدنې پر مهال د جګړې د ختمولو لپاره خپله طرحه وړاندې کړي. نتانیاهو فاکس نیوز ته ویلي: «موږ پرې کار کوو، لا نهایي شوې نه ده، خو د ټرمپ له ټیم سره سلا مشورې روانې دي او هیله لرم عملي شي.»
د خبرو د بهیر نږدې سرچینې وایي، دا ۲۱-مادهییزه طرحه د سمدستي اوربند، په ۴۸ ساعتونو کې د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدلو، او د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو غوښتنه کوي.
حماس ویلي د طرحې په اړه خبر دي، خو تر اوسه یې د مصري او قطري منځګړو له لوري رسمي وړاندیز نه دی ترلاسه کړی. د دې ډلې یوه غړي اسوشیتد پرس ته ویلي: حماس چمتو دی «هر وړاندیز په مثبت ډول وارزوي.» حماس مخکې ویلي و چې که جګړه پای ته ورسېږي او اسرائیل له غزې ووځي، دوی به ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
نتانیاهو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې اسرائیل به د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې جګړه روانه وساتي. هغه وړاندیز وکړ چې د سولې د یوې موافقې په صورت کې د حماس غړي کولای شي له غزې ووځي.
د اسرائیل د معلوماتو له مخې، لا هم ۴۸ یرغمل کسان په غزه کې دي چې شاوخوا ۲۰ یې ژوندي ګڼل کېږي.
په نړیواله کچه د اسرائیل پر وړاندې فشارونه زیات شوي دي. ځینې لوېدیځ متحدین د فلسطین د رسمیت پېژندونکو هېوادونو سره یوځای شوي، اروپایي ټولنه د احتمالي بندیزونو ارزونه کوي او د ورزشي او کلتوري تحریمونو خبرې هم روانې دي.
که څه هم ټرمپ تر دې دمه د اسرائیل ملاتړ کړی، خو په وروستیو کې د هغه بېصبري لوېدلې ده، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې اسرائیل په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر هدف وګرځاوه. دغه اقدام د اوربند د خبرو د ځنډ لامل شو، په داسې حال کې چې کورنۍ او نړیوالې مظاهرې ورځ تر بلې پراخېږي.
