افغانستان

کندهار کې ديني عالمان وایي، ځينې کړۍ د مذهبي اختلافونو هڅه کوي

د دوشنبې پر ورځ ناوخته لسګونو شعيه او سني عالمانو د کندهار په مرکزي امام بارګاه کې د يوې ناستي پر مهال وویل، چې ځينې کړۍ په افغانستان کې د مذهبي اختلاف د رامنځته کولو لپاره د شعيه او سني پر مذهبي مشرانو او یاهم درسي ټولنو بريدونو کوي، چې په ټکو يې په دې سره نور هم د افغانانو ترمنځ يوالي ټينګوي.

ديني عالمانو وویل، د افغانانو پر وړاندي د تاوتريخوالی تر شا بهرني عوامل شتون لري.

د دغې ناستي ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د پرديو د دسيسو د له منځه وړلو لپاره دې د هېواد په کچه د شعيه او سني عالمانو ترمنځ ګډې ناستي زياتې او د ملي يوالي لپاره دې لا زيات کار وشي.

د شعيه او سني ديني عالمانو په دې غونډه کې په هېواد کې وروستي بريدونه هم وغندل شول او له طالبانو غوښتنه شوې، چې عاملینو ته یې د سزا ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.