د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون سیمه ییزې سولې او ثبات ته زیان رسوي.
د ایران « صدا و سیما» خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د وینا متن خپور کړی، چې پکې د بګرام مسلې ته اشاره کوي او په دې اډه کې د امریکا د احتمالي حضور سره مخالفت څرګندوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په څنډه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان او سیمه کې د امریکا پوځي شتون سولې او ثبات ته زیان رسوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د ایران، چین، روسیې او پاکستان د څلور اړخیزې غونډې په ترڅ کې، په بګرام کې د امریکا د احتمالي او نوي شتون سره خپل مخالفت څرګند کړ. د ایران صدا و سیما خبري اژانس د عراقچي د وینا متن خپور کړی، چې پکې داسې ویل شوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: «د افغانستان دننه یا شاوخوا سیمو کې د بهرنیو پوځي اډو بیا ځایپرځای کول د هېواد حاکمیت نقضوي، د سیمې د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی، او افراطپالنې او بېثباتۍ ته وده ورکوي. داسې کړنه د سیمې نازک پرمختګ له منځه وړي او باید په کلکه ورسره مخالفت وشي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېرو اتو ورځو کې لږترلږه څلور ځله د بګرام اډې په اړه خبرې کړې دي، او د هغې د بیرته نیولو په اړه یې ټینګار کړی. هغه حتی طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که چیرې دا اډه متحده ایالاتو ته ونه سپارل شي نو یوه بده پیښه به رامنځته شي.
سرچینو مخکې امو ته ویلي وو چې د ټرمپ خبرداري د طالبانو په منځ کې جدي اندیښنې راپورته کړې دي.
په ورته وخت کې؛ له کندهاره د طالبانو د مشر دفتر د یوې سرچینې په ګډون دوو سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو دفاع وزیر د چین په رسمي بلنه ډیر ژر چین ته سفر کوي.
سرچینو همداراز ټینګار کړی چې هبت الله اخندزاده، د خپلو سلاکارانو او د طالبانو د علماوو شورا غړو سره له مشورې وروسته، چین ته د طالبانو د دفاع وزیر له سفر سره هوکړه کړې ده. د سرچینو د جزئیاتو پر بنسټ، هبت الله اخندزاده د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته هم امر کړی چې سمدلاسه د دې سفر لپاره ټول اړین چمتووالی پیل کړي.
مخکې له دې هم سرچینو آمو ته تایید کړې وه چې د بګرام اډې د بیرته نیولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د خبرداریو سره هم مهاله، په کندهار کې د طالبانو مشورې زیاتې شوې وې، او هبت الله اخندزاده هم د طالبانو کابینه کندهار ته وربللې وه. سرچینې ټینګار کوي چې په کندهار کې د طالبانو د کابینې د غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی لاهم روان دی.
د کابل په شمال کې بګرام اډه د امریکا د دوه لسیزو پوځي د ماموریت زړه ګڼل کېده.
له دې سره، سرچینې ټینګار کوي چې د ټرمپ وروستیو دریځونو ته په پام سره، داسې ښکاري چې هغه په ساده ډول دا اډه نه پرېږدي.
