امنیت

سرچینې: یو پخوانی پوځي افسر په لوګر کې وژل شوی

سرچینې وایي، د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو یو غړی، د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په بازار کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه کس چې قومندان لطیف نومېدلو، له خپلې کورنۍ سره په بازار کې د سودا اخیستو پر مهال په نښه شوی دی.

ځايي سرچینې زیاتوي، پېښه شاوخوا یوه اونۍ مخکې شوې وه، خو د قرباني کورنۍ ته خبرداری ورکړل شوی و چې موضوع رسنیو ته و نه وايي.

د سرچینو په وینا، لطیف د پخواني حکومت له سقوط وروسته هم په خپله سیمه کې اوسېدلو او له هېچا سره یې شخصي دښمني نه لرله.

طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

یاده پېښه داسې مهال شوې چې په تېرو څلورو کلونو کې په ورته بریدونو کې ګڼ پخواني پوځي افسران یا وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.