ساینس او ټکنالوژي

ملګري ملتونه: د مصنوعي ځیرکتیا په اړه باید ۴ مهم تصمیمونه ونیسو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش امنیت شورا ته خبرداری ورکړی چې مصنوعي ځیرکتیا که له کنټرول پرته پرېښودل شي، نه یوازې دا چې د نړیوال امنیت لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي، بلکې د انسانیت راتلونکې هم له ګواښ سره مخ کولی شي.

ښاغلي ګوټریش د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته، چې د مصنوعي ځیرکتیا د امنیتي اړخونو په اړه جوړه شوې وه، وویل:
“مصنوعي ځیرکتیا نور یو لرې تصور نه دی. دا اوس زموږ ورځنی ژوند، معلوماتي فضا او نړیوال اقتصاد ته حیرانوونکي بدلونونه راوړي.” هغه ټینګار وکړ چې اساسي پوښتنه دا نه ده چې اې آی به نړیوال امنیت اغېزمن کړي، بلکې دا ده چې “موږ به دا اغېز څنګه تنظیموو.”

د ملګرو ملتونو مشر وویل، که چیرې له مسؤلیت سره وکارول شي، نو مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د خوړو د کمښت د مخنیوي، ماین پاکۍ او تاوتریخوالي د تشخیص په برخو کې مهم رول ولوبوي. خو زیاته یې کړه: “که چاته لارښوونې نه وي، دا ټیکنالوژي وسلې ګرځېدلای شي.” نوموړي خبرداری ورکړ چې مصنوعي ځیرکتیا له لارې د نښو نښانو نه پرته بریدونه، سایبري حملې، او جعلي ویډیوګانې (ډيپ فېک) کولی شي نړۍ له لا زیات بې‌ثباتۍ سره مخ کړي.

ګوټریش وویل: “د غږ او ویډیو جعلي تولید د معلوماتو اعتبار له منځه وړي، د خلکو ترمنځ وېش زیاتوي، او ډیپلوماتیک کړکېچونه رامنځته کولی شي… د انسانیت برخلیک باید هیڅکله هم یو الګوریتم ته ونه سپارل شي.”

ښاغلي ګوټریش له نړیوالو حکومتونو څخه وغوښتل چې څلور مهم ګامونه پورته کړي: د زور د کارونې کنټرول انسانانو سره وساتل شي، یو واضح نړیوال تنظیمي چوکاټ جوړ شي، د معلوماتو اعتبار خوندي شي، او د بډایو او بېوزلو هېوادونو ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا تخنیکي تشه له منځه یوړل شي.

هغه یو ځل بیا غږ وکړ چې باید “خودمختارو وژونکو وسلو” باندې، چې بې له انساني کنټرول فعالیت کوي، بندیز ولګول شي، او د دې لپاره باید تر راتلونکي کال پورې یو قانوني تړون نهایی شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د اتومي وسلو پریکړه باید هم یوازې انسانان وکړي، نه ماشينونه.

په غونډه کې د سټانفورډ پوهنتون د انسان‌محوره مصنوعي ځیرکتیا بنسټ ارشد غړې، یېجین چوی، وویل چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ یوازې د څو هېوادونو او کمپنیو ترمنځ محدود پاتې شوی، او دا د نابرابرۍ سبب ګرځي. هغې زیاته کړه: “کله چې یوازې یو څو کسان له مصنوعي ځیرکتیا ګټه پورته کولی شي، نو نورې نړۍ ته یوازې انتظار پاتې کیږي… راځئ چې دا ټیکنالوژي پراخه کړو او هر څوک پکې شامل کړو.”

نوموړې ټینګار وکړ چې کوچني، انعطاف‌من سیستمونه د ننوتلو خنډونه کموي، او دا باید د لويو ماډلونو پر ځای یوه بدیله لاره وګڼل شي. هغې همداراز له حکومتي چارواکو وغوښتل چې د ژبنۍ او کلتوري تنوع استازیتوب یقیني کړي، ځکه چې د اوسني مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه په غیر انګلیسي ژبو کې کمزوری کار کوي او محدودې فرهنګي مفروضې لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د خبرو په پای کې وویل چې د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیم لپاره وخت په چټکۍ سره تېرېږي، او نړیوالې ټولنې باید بېړنۍ، خو هوښیارې پریکړې وکړي. “موږ مخکې هم د اټومي وسلو او هوايي چلند په څېر خطرناکو ټیکنالوژیو لپاره قوانین جوړ کړي، مؤسسې مو جوړې کړې او انساني کرامت مو خوندي کړی دی. اوس هم باید همداسې وکړو. دا هر څه د سولې، عدالت او انسانیت لپاره.”

دغه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۰مې غونډې په ترڅ کې، د کوریا جمهور رئیس لي جای میونګ په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د یو شمېر هېوادونو مشرانو هم ګډون درلود.