افغانستان

سرچینې: په هلمند کې د افغان ټیلي‌کام انټرنېټ د «پواینټ ټو پواینټ» په بڼه بېرته فعال شول

File photo.

په هلمند کې د طالبانو له مخابراتو ریاست څخه سرچینو ویلي چې د افغان ټیلي‌کام انټرنېټي خدمتونه د «پواینټ ټو پواینټ» یا «ټکي په ټکي» په بڼه بېرته فعال شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه خدمتونه اوس د کورنیو لپاره هم پرانیستل شوي او یو شمېر دولتي ادارې او بانکونه په هلمند کې له پرون (چهارشنبه، د تلې ۲مې) راهیسې خپلې چارې د همدغه خدمت له لارې بېرته پیل کړي دي.

راپورونه ښيي چې طالبانو په محدوده توګه د افغان ټیلي‌کام دغه خدمتونه په بلخ، کندهار او ننګرهار کې هم بېرته فعال کړي دي.

طالبانو له یوې اوونۍ را په دېخوا د نوري فایبر او وایفای انټرنېټي خدمتونه په ۱۶ ولایتونو کې بند کړي وو. سیمه‌ییزو چارواکو د دغه اقدام دلیل «د منکراتو مخنیوی» بللی دی.

سرچینو وړاندې ویلي چې طالبانو په هرات کې د انټرنېټي شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د شپې له‌پاره انټرنېټ قطع کړي. د چهارشنبې شپه، پرله‌پسې درېیمه شپه وه چې په هرات کې انټرنېټي خدمتونه تر سهار اتو بجو پورې تړل شوي وو.