افغانستان

د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه

د طالبانو د ننگرهار ولایتدد مطبوعاتو دفتر تأیید کړی چې د تورخم دروازه نن سه‌شنبه (د میزان لومړۍ نېټه) د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.

د چارواکو په وینا، دغه لار پرون د انټرنېټي خدمتونو د ستونزو له امله تړل شوې وه.

تورخم دروازه تر دې وړاندې هم څو ځله د مسافرو او سوداګریزو توکو پر تګ راتګ تړل شوې ده.

ځینې اوسېدونکي، مسافر او سوداګر وايي چې د دې لارې بندېدل هغوی له جدي ستونزو سره مخ کوي.

سوداګر زیاتوي چې آن د یوې ورځې لپاره د تورخم د تړل کېدو له امله زرګونه ډالر زیان ویني او ټینګار کوي چې ستونزه باید په بنسټیز ډول حل شي.