د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته تر خپل واک لاندې کړي؛ هغه اډه چې امریکایي ځواکونو په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د وتلو پر مهال پرېښې وه.
ټرمپ د سپتمبر پر ۱۸مه د بریتانیا له لومړي وزیر، کیر سټارمر، سره په ګډه غونډه کې وویل: «موږ د نړۍ یوه له سترو هوايي اډو په ډېرې اسانتیا پرېښوده. اوس په دې هڅه کې یو چې بېرته یې تر لاسه کړو.»
هغه د بګرام ځای ستراتېژیک وباله او زیاته یې کړه چې دا اډه د هغو سیمو نه یوازې یو ساعت لیرې ده چې چین پکې خپل اټومي وسلې جوړوي.
خو د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا اوسني او پخواني چارواکي وايي چې د بګرام بېرته نیول کېدای شي د امریکا د پوځ «بیا ننوتل» وي. یوه پخواني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي: د دې اډې د نیولو او ساتلو لپاره په لسګونو زره سرتېرو ته اړتیا ده. د ده په خبره، بګرام به په «یوازېني ټاپو» واوړي چې ساتل به یې هم ډېر لګښت او هم لوی لوژستیکي ستونزې ولري.
رویټرز لیکي، که څه هم ټرمپ د طالبانو سره د یوې ممکنې هوکړې خبره کړې چې له مخې یې اډه بېرته ورکړل شي، خو روښانه نه ده چې داسې کار به څنګه عملي شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان د کلونو جګړې وروسته امریکایي ځواکونه په شا وتمبول او هغه حکومت یې نسکور کړ چې واشنګټن ورسره ولاړ و.
د امنیتي چارو کارپوهان وايي، که طالبان مرسته هم وکړي، بګرام به بیا هم د وسلوالو ډلو، لکه د داعش څانګو او القاعدې، د سختو ګواښونو سره مخ وي. د امریکا د دفاع وزارت یو پخوانی چارواکی وايي: «په ځینو حالاتو کې خطرونه د ګټو نه ډېر دي.»
بګرام هوايي اډه، چې د امریکا د پوځ د عملیاتو اصلي مرکز و، د پوځي تاسیساتو ترڅنګ په کې د برګر کینګ او پیزاهټ په څېر رستورانتونه، لوی دوکانونه او یو پراخ زندان هم موجود و.
امریکا په ۲۰۲۱ زېږدیز کال د سپتمبر په میاشت کې خپل ځواکونه بشپړ وایستل؛ یوه لړۍ چې د دې هېواد شل کلنه جګړه یې په افغانستان کې پای ته ورسوله. تر دې لږ وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، طالبان کابل ته ننوتل او واک یې په لاس کې واخیست. ټرمپ دا وتل تر دې مخکې «د امریکا د تاریخ تر ټولو د شرم ډکه شېبه» بللې وه
