د غزني ولایت په مرکز کې د سلطان محمود غزنوي په نوم د کورنيو تولیداتو درې ورځنی نندارتون نن جمعه (د وږي ۱۹مه)، د کډوالو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پرانیستل شو. دغه نندارتون د داخلي تولیداتو معرفي کولو، د تولیدوونکو هڅونه او د بازارموندنې زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.
په نندارتون کې له ۴۰ زیاتې غرفې پرانیستل شوې دي، چې پکې د غزني او شاوخوا سیمو سوداګرو، لاسي صنایعو جوړونکو، متشبثینو او ځوانانو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نندارتون ګډونوالو خپل تولیدات، لکه خوراکي توکي، لاسي صنایع، جامې، فلزي او لرګي وسایل، خامکدوزي، درملني بوټي او نور کورني محصولات نندارې ته وړاندې کړي، څو د پېرېدونکو پام ورته جلب شي او د بازار موندنې لاره ورته هواره شي.
د نندارتون یو ګډونوال، عبدالمتین قلندري، چې یو محلي سوداګر دی، وایي: “دا ښه ده چې خلک د افغانستان له کورنیو تولیداتو سره اشنا شي او تولیدوونکي د خپلو توکیو د کیفیت په اړه پېرېدونکیو ته ډاډ ورکړي. کله چې پېرېدونکي پوه شي چې توکی د ډاډ وړ دی نو بیا یې اخلي.”
د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، دا ډول نندارتونونه د محلي تولیدوونکو او کوچنیو کاروبارونو لپاره د معرفۍ یو مهم فرصت ګڼل کېږي، او هڅه دا ده چې دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
تمه ده چې دا درې ورځنی نندارتون د ګڼ شمېر خلکو پام ځان ته راواړوي او کورني تولیدات لا زیات معرفي شي.
