د امریکا د استازو مجلس یو تعدیل تصویب کړی، چې د طالبانو پر ضد د فعالو ځواکونو او مقاومتګرو ډلو سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې اجازه ورکوي.
د دې تعدیل له مخې، چې د ۲۰۲۶م مالي کال د دفاعي بودجې په لایحه کې شامل شوی، د امریکا دفاع وزارت مکلف دی چې له «پخواني افغان پوځ او پولیسو هغو واحدونو سره چې لا هم په هېواد کې فعال دي، یا له نورو مقاومتګرو ډلو سره اوسېږي»، د طالبانو پر ضد د مبارزې لپاره اړوند معلومات شریک کړي.
یاد تعدیل د اریزونا ایالت د جمهوريپال استازې، الي کرېن، په نوښت وړاندې شوی و او د سپټمبر په میاشت کې د کلنۍ دفاعي لایحې د څېړنې پر مهال د شفاهي رایو له لارې تصویب شو.
د دې تعدیل پلویان وایي، دغه اقدام د ۲۰۲۱م کال د اګسټ وروسته، کله چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د طالبانو پر ضد د مقاومتګرو ډلو سره د بیا تعامل لومړی ګام بلل کېږي.
خو وروستۍ پرېکړه په دې اړه چې کومې ډلې د همکارۍ وړ دي او څه ډول استخباراتي معلومات له دوی سره شریکېږي، د امریکا د دفاع وزیر ته پرېښودل شوې ده.
دغه تعدیل لا وروستی شوی نه دی او اړتیا ده چې د سنا مجلس لخوا هم تصویب شي او د دفاعي لایحې د وروستي نسخې د موافقې له پړاو څخه تېر شي، تر څو په قانون بدل شي.
