افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتانبایوا، د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې افغانستان د ټولنیزو محدودیتونو، د نړیوالو مرستو د کمېدو، اقتصادي کړکېچ او وچکالۍ له پراخ بهیر سره مخامخ دی.
اوتونبایوا وویل، د طالبانو سخت محدودیتونه پر سړیو، ښځو، نجونو او لږکیو، په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د مامورینو له لوري، د خلکو نارضایتي زیاته کړې ده. د خلکو باور دا دی چې طالبان باید پر مهمو موضوعاتو لکه د کارموندنې، اقتصاد، زدهکړو او عامه خدمتونو تمرکز وکړي.
هغې زیاته کړه چې نړیوالې مرستې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۵۰ سلنه راکمې شوې دي او یوه برخه یې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو له امله ده. همدارنګه، د ۲,۷ سلنې اقتصادي ودې کچه د نفوس له ودې ټیټه ده او ۷۵ سلنه خلک په معیشتي کچه ژوند کوي.
اوتانبایوا وچکالي او طبیعي پېښې، لکه د ختیځ افغانستان وروستی زلزله، د کرنې سکتور او د ښاري او کلیوالي نفوس لپاره جدي ګواښ وباله او خبرداری یې ورکړ چې د کابل ښار د اوبو سرچینې ښايي په څو راتلونکو کلونو کې پای ته ورسېږي. هغې همدارنګه د له ګاونډیو هېوادونو څخه د دوه میلیونو څخه د زیاتو کډوالو د ستنېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې طالبان د محدودو سرچینو په لرلو سره هڅه کوي دغه ستنېدونکي وګړي ځای پر ځای او اسکان کړي، په داسې حال کې چې دغه ستنېدنې د هېواد له اقتصاد څخه شاوخوا یو میلیارد ډالره د رالیږل شویو پیسو (حوالهجاتو) په بڼه کم کړي دي.
