د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل تازه درې میاشتني راپور کې چې عمومي اسامبلۍ او امنیت شورا ته وړاندې شوی، ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي پېښو کچه د تېرې ربعې په پرتله ۹ سلنه لوړه شوې ده.
راپور څرګندوي، سره له دې چې د پراخې جګړې کچه د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټیټه شوې، خو هدفي وژنې، چاودنې او د داعش-خراسان ډلې بریدونه لا هم د خلکو ژوند ګواښي. د راپور د شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې زیاتره بریدونه په کابل، ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې ترسره شوي، چې هدف یې د طالبانو حکومتي چارواکي، د رسنیو کارکوونکي، مدني فعالان او مذهبي لږکۍ وو. راپور زیاتوي چې د داعش-خراسان ډلې فعالیتونه لا هم د افغانستان د امنیت لپاره ستر ګواښ بلل کېږي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د امنیتي پېښو زیاتوالی د خلکو پر ورځني ژوند، اقتصادي فعالیتونو او بشري وضعیت منفي اغېز کړی دی. د راپور له مخې، د ناامنۍ له امله ګڼې کورنۍ اړې شوي چې خپل استوګنځي پرېږدي او د بېځایه کېدو له ستونزو سره مخ شي.
کارپوهان وايي چې د امنیت د ټینګښت لپاره یوازې نظامي چلند بسنه نه کوي، بلکې د سیاسي ثبات، ټولشموله حکومت او د خلکو د حقونو رعایت اړین دی.
