په قطر کې د کاو عربي هېوادونو بېړنۍ غونډه کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې، خو د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ په تالار کې ایښودل شوی و.
دغې پرېکړې د افغانانو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼ شمېر کسان وايي چې دا کار د طالبانو د حکومت د ناپېژندل کېدو څرګندونه کوي او نړیواله ټولنه لا هم د افغانستان د ملي بېرغ مشروعیت مني.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې غونډې او د ملي بېرغ د ځای پر ځای کولو په اړه څه نه دي ویلي.
کارپوهان باور لري چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان درې رنګه بېرغ ځای پر ځای کېدل یوازې یو تشریفاتي اقدام نه و، بلکې نړیوالو ته د یوه سیاسي پیغام په توګه وړاندې شو. دا پیغام څرګندوي چې طالبان تر اوسه د افغانستان د یوازیني مشروع استازي په توګه نه دي منل شوي او نړیواله ټولنه هڅه کوي د ملي سمبولونو له لارې د افغانانو د ګډ هویت درناوی وساتي.
د شنونکو په اند، تر څو چې طالبان د ټولشموله حکومت، بشري حقونو او نړیوالو غوښتنو پر وړاندې انعطاف و نه ښيي، د دې ډول غونډو له پرېکړو به یې د مشروعیت دعوه لا پسې تر پوښتنې لاندې راشي.
