افغانستان

سرچینې: شپږ طالب وزیران د انټرنېټ د پرېکون د منفي پایلو په اړه کندهار ته ځي

عکس از اطلاعیه طالبان در بلخ

سرچینې وايي، ټاکل شوې ده د طالبانو د کابینې شپږ وزیران ژر کندهار ته ولاړ شي. د دوی د سفر هدف دا بلل شوی چې د «افغان ټېلې‌کام» شبکې د انټرنېټي خدمتونو د پرېکون منفي اغېزې د کندهار مشرتابه ته ورسوي او په دې اړه ورسره خبرې وکړي.

د سرچینو په وینا، د بلخ ولایت فایبر نوري انټرنېټي خدمتونه له پرون دوشنبې (۲۴ وږي) راهیسې پرې شوي دي او امکان شته دا بهیر د نورو ولایتونو پر لور هم وغځېږي.

سرچینې زیاتوي، د دغې پرېکړې له امله د پاسپورټ او ګمرکاتو ادارې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.

د بلخ د طالبانو د والي ویاند په یوه خبرپاڼه کې دا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي چې د نوري فایبر انټرنېټ پرېکون د طالبانو د مشر په امر ترسره شوی دی. نوموړي د دې اقدام هدف «د منکراتو مخنیوی» بللی دی.

مخکې هم سرچینو آمو ته ویلي وو چې د طالبانو د مشر په امر به د دولتي شرکت «افغان ټېلې‌کام» انټرنېټي خدمتونه په ټولو دولتي ادارو کې ودرول شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له دې وروسته به دولتي کارکوونکي په خپلو ادارو کې د انټرنېټ خدماتو ته لاسرسی ونه لري.

دغه بهیر د هېواد له شمالي ولایتونو پیل شوی او لږ تر لږه له پنځو ورځو راهیسې د یاد شرکت انټرنېټي خدمتونه په دولتي ادارو کې بند دي.

سرچینې زیاتوي، دغه اقدام د دولتي ادارو د کار بهیر ډېر ورو کړی او د ځینو برخو فعالیتونه یې په بشپړ ډول ځنډولي دي.

دوی وايي، د طالبانو د مشر دغه پرېکړه د دولتي کارکوونکو د سختو اندېښنو او غبرګونونو سبب شوې ده.