د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وايي، د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوې مېرمنې د خونې په چت کې ځان ځړولی دی.
نوموړی وايي، دې مېرمنې ۲۶ کاله عمر درلود او د کورني تاوتریخوالي له امله یې خپل ځان وژلی دی.
طیب حماد د دغې مېرمنې او د هغې د کورنۍ د هویت په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
حماد زیاتوي تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی څرګند؛ خو طالبان یې د څېړنې په موخه سیمې ته ورغلي دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي چې لامل یې اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او له دولتي دندو د پخوانیو کار کوونکو لرې کول بلل کېږي.
