له کونړ ولایت څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې یو ځوان هلک سیند کې ډوب شوی دی.
سرچینه وایي، دا تنکی ځوان نن (دوشنبه د وږي ۲۴) د ناړۍ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه اوبو وړی دی.
سرچینې د دغه تنکي ځوان د هویت په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
سرچینې ویلي، تر اوسه د دغه هلک جسد نه دی موندل شوی؛ خو د سیند غاړې له خلکو یې د جسد د موندلو په برخه کې مرسته غوښتې.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ننګرهار کې هم د یوه کس جسد موندل شوی و.
