سوداګري

د ایران د صنعت او کانونو وزیر افغانستان ته سفر کوي

ټاکل شوې، چې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک افغانستان ته سفر وکړي. دا سفر د طالبانو او ایراني چارواکو د پخوانیو ناستو پر دوام  ترسره کېږي او موخه یې د افغانستان د کانونو د اکتشاف او استخراج د ظرفیتونو ارزونه ده.

د راپورونو له مخې، نوموړی به په هرات کې له طالب چارواکو سره وګوري او د دغه ولایت د طبعي زیرمو او بېخبناوو د امکاناتو کتنه به وکړي. طالب چارواکو له ایراني لوري څخه په تېرو لیدنو کې غوښتي وو چې د کانونو د استخراج او اکتشاف په برخه کې د ایران له وړتیاوو د تخنیکي همکارۍ او تجربو په توګه ګټه پورته کړي.

هرات د ایران له ختیځ سرحد سره نږدې موقعیت لري او د سوداګریزې راکړې ورکړې  له امله د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو لپاره مهم ځای ګڼل کېږي.

کارپوهان وايي، سره له دې چې د ایران د ټکنالوژۍ او تجربو کارول کولای شي د کانونو د استخراج کیفیت لوړ کړي، خو د شفافیت د کمښت، د قراردادونو د مبهمو شرطونو او د سیاسي معاملاتو له امله وېره شته چې د کانونو اصلي ګټه د خلکو پر ځای یوازې محدودو کړیو ته ورسېږي.