د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یکشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د دغه هېواد پوځ د سومي په شمالي سرحدي سیمه کې پرمختګ کړی دی. دا هغه سیمه ده چې د روسیې پوځ میاشتو راهیسې هڅه کوي پکې خپل دریځ ټینګ کړي.
زلنسکي په خپله ماښامنۍ ویدیويي وینا کې د اوکراین د یوه لوړپوړي قومندان له قوله وویل، د روسیې پوځ د دونتسک او خارکیف په سیمو کې، د زر کیلومتره اوږدې جبهې په اوږدو کې، د پام وړ زیانونه لیدلي دي.
هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې روسیې تېره اونۍ د دنیپروپتروفسک په مرکزي سیمه کې د پرمختګ دعوه وکړه او ادعا یې وکړه چې ځینې سیمې یې تر واک لاندې راوستې دي.
په همدې حال کې، د رویټرز د راپور له مخې، د روسیې پوځ په ختیځ اوکراین کې په ورو خو دوامدار ډول پرمخ ځي او نږدې هره ورځ د کلیو د نیولو خبر ورکوي.
مسکو تر اوسه څلور سیمې – دونتسک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون – د خپلې خاورې برخې اعلان کړې دي، خو دنیپروپتروفسک یې نه دی ورګډ کړی، که څه هم د دې سیمې د ځینو کلیو د نیولو ادعا کوي.
