امنیت

په ننګرهار کې د موبایلونو د غلا په تور څلور کسان نیول شوي

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ، د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو څلور کسان د غلا په تور نیولي دي. د یادو کسانو په اړه ویل شوي چې دوی به د چاقو په ګواښ له خلکو څخه موبایل تلیفونه، پیسې او نور قېمتي توکي اخیستل.

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې نیول شوي کسان اوس د اړوندو ادارو په واک کې دي او پلټنې ترې روانې دي.

امنیتي مسوولین زیاتوي چې د خلکو د مال او ځان د خوندیتوب په خاطر به د دغسې جرمونو د مخنیوي لپاره هڅې لا پسې پیاوړې شي.

شنونکي باور لري چې د ننګرهار په څېر ولایتونو کې د جرمونو ډېرېدل د پراخې بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او د ځوانانو د ناامېدۍ له امله دي. د کار او عاید د قانوني سرچینو د نشتوالي له کبله ګڼ کسان د ژوند د تېرولو لپاره ناقانونه لارې غوره کوي، چې دا کار د ټولنې د امنیت او ثبات لپاره یوه جدي ستونزه بلل کېږي.