طالبانو د یکشنبې په ورځ د هېواد په شمال کې د «طوطي میدان» د ګازو د زېرمې د اکتشاف او استخراج د پروژې د کار د پیل اعلان وکړ. د دې لس کلن پروژې قرارداد یو کال وړاندې د ازبکستان له «ایریلکام» شرکت سره شوی و.
دغه قرارداد د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې لاسلیک شوی و او د هغه له مخې ازبکستاني شرکت ژمنه کړې چې په لومړي کال کې به ۱۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي او په لسو کلونو کې به دغه اندازه یوه میلیارده ډالرو ته رسېږي.
تمه ده چې په لومړیو دوو کلونو کې به له استخراج شوو ګازونو څخه شاوخوا ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولید شي. د طوطي میدان د ګازو زېرمه نږدې ۷ زره کیلومتره مربع پراخوالی لري.
په دې پرانیست غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وویل چې دا پروژه به د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د کورني اړتیاوو د پوره کولو، د وارداتو د کموالي او په پای کې د صادراتو د زمینه برابرولو لامل شي.
هغه زیاته کړه: «دا پروژه به د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي. موږ د پانګونې د جذب لپاره لازمې اسانتیاوې او تضمینونه برابر کړي دي.»
خو طالبانو د پلي کوونکي شرکت، د پانګونې د کره کچې او د تولید د پیل د مهالویش په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د واک ته د بېرته رسېدو وروسته هڅه کړې چې ستر اقتصادي پروژې بېرته راژوندۍ کړي څو د بندیزونو او د نړېوالو مرستو د بندېدو له امله رامنځته شوی بحران کم کړي. طالبانو له چین، ایران او د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره د نفتو، ګازو او کانونو د اکتشاف تړونونه کړي، خو ډېری دغه پروژې لا تر اوسه د لومړنیو پړاوونو نه دي اوښتي.
سره له دې هڅو، نیوکې هم شته چې طالبان د کانونو له عایداتو سره شفاف چلند نه کوي. د انرژۍ کارپوهان وایي د افغانستان د ګازو زېرمې کولای شي د کورنیو اړتیاوو یوه برخه پوره کړي، خو د صادراتو لپاره پراخو بنسټیزو چارو ته اړتیا ده لکه د نللیکو او د ګازو د برېښنا تولیدونکو فابریکو جوړول.
