افغانستان

فاریاب کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

له فاریاب ولایت څخه سیمه‌ییزې سرچینې آمو ته وایي، چې په دې ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په فاریاب کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پېښې د تایید پر مهال ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په سهار، د وږي ۲۳مه، د یاد ولایت په مرکز مېمنه ښار کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وینا، په قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې دوه ورځې وړاندې په سمنګان کې څلور تنه او شاوخوا درې ورځې وړاندې په بغلان کې نهه تنه د ټرافیکي پېښو له امله مړه شوي وو.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو زیاتوالی د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.