امنیت

طالبانو په خوست ښار کې امنیتي کامرې ولګولې

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي چې د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې یې د امنیتي کامرو د نصب چارې بشپړې شوې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، ویلي چې د یادو کامرو د لګولو موخه د جرمونو مخنیوی، د ښار امنیت ټینګښت او د ښاري نظم ساتل دي.

د وزارت په وینا، دغه پروژه د درې میلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د کورنیو چارو وزارت له بودجې تمویل شوې او د خوست پولیسو لخوا عملي شوې ده.

قانع زیاته کړې چې د نوو کامرو لګول به د مجرمانو په پېژندلو او نیولو کې مرسته وکړي او د جرمونو د کمېدو لامل به شي. د وزارت په خبره، تر دې وړاندې هم د ښار د موجودو کامرو له لارې ګڼې پېښې څېړل او تعقیب شوې دي.

د امنیتي کامرو لګول د ښارونو د امنیت د ټینګښت لپاره یو پرمختللی ګام بلل کېږي، خو منتقدین پوښتنه راپورته کوي چې ایا د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د خلکو شخصي حریم خوندي دی او که نه. د دوی په باور، که د قانون حاکمیت، عدلي شفافیت او د خلکو مدني حقونه تضمین نه وي، د امنیتي وسایلو کارونه کېدای شي د خلکو د څارنې او فشار وسیله شي، نه د جرمونو د مخنیوي لار. همدارنګه، اقتصادي شنونکي یادونه کوي چې په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان د بېکارۍ او بېوزلۍ په وروستۍ کرښه کې ژوند تېروي، د طالبانو پر امنیتي برخه تمرکز د لومړیتوبونو د پېژندلو ښکارندوی کوي.

د طالبانو حکومت له تېر یو نیم کال راهیسې د هېواد په یو شمېر ښارونو کې د امنیتي کامرو د نصب پروژې پیل کړي دي. چارواکي وايي، دغه کار د ښارونو د امنیت په ښه کېدو کې مهم رول لري.