د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وايي، د ختیځ افغانستان په زلزلهځپلو سیمو، په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې، تر ۲۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې له نیمایي زیات یې ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو او د ماشومانو د ژغورنې د سازمان د معلوماتو له مخې، په دغه ناورین کې له ۵۰۰ ډېرې نجونو او شاوخوا ۶۵۰ هلکانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې چې زلزلې او وروستیو ټکانونو یې د زرګونو کورنیو ژوند ګډوډ کړی او له ۳۸ زره ډېر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د راپور له مخې، ډېری کورنۍ اوس په خلاص میدانونو، لنډمهالو پناهځایونو یا خیمو کې ژوند کوي او د خوړو، جامو او نورو اساسي اړتیاوو ته یې لاسرسی محدود شوی دی.
سمسور، چې د کونړ د زلزلهځپلو له ژوندي پاتې شویو څخه دی، دې سازمان ته ویلي:
«زموږ ماشومان جامې نه لري، هر څه مو د کنډوالو لاندې ښخ شوي دي. ان دا جامې چې اغوندم، د یوه ملګري له خوا راکړل شوي. موږ یوې مناسبې سرپناه او تودو جامو ته اړتیا لرو.»
راپور کې زیاته شوې چې زلزلې د هغو کورنیو معیشت هم له منځه وړی چې په کرنه او مالدارۍ پورې تړلي وو، او لږ تر لږه ۲۶۰۰ کورنۍ چې شاوخوا ۱۳ زره ماشومان پکې شامل دي، غیررسمي کمپونو ته لېږدول شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې د سازمان د پروګرامونو مشره، سمیرا سید رحمان وايي:
«دې زلزلې یوازې کورونه نه دي ویجاړ کړي، بلکې د ماشومانو راتلونکی یې هم له منځه وړي. د ماشومانو سمدستي اړتیاوې خواړه، سرپناه او پاکې اوبه دي، خو کورنیو ته د ژوند د بیا رغونې لپاره اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا ده. تر ۲۰۰ زره ډېر ماشومان بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه باید د هغوی د راتلونکي د بیا رغونې لپاره ژمنه وکړي.»
