په زابل ولایت کې سرچینې آمو ته وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یوې ۲۱ کلنه نجلۍ د زهرو په خوړلو خپل ژوند پای ته رسولی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د وږي ۱۹مه، د قلات ښار د دوهمې ناحیې د نمرو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې دغه نجلۍ د اجباري واده او کورنۍ تاوتریخوالي له امله ځان وژنې ته لاس اړولی دی.
بله یوه سرچینه تاییدوي چې د نجلۍ پلار شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هغه د خپلې خوښې خلاف، یوه زوړ سړي ته په نکاح کې ورکړې وه.
د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ځان وژنو پېښې زیاتې شوې دي.
د دغې ډلې له لوري لګېدلې محدودیتونه، اقتصادي ستونزې، رواني ناروغۍ او کورنۍ تاوتریخوالی د دې پدیدې له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.
سره له دې، طالبانو تر اوسه د ځان وژنو د کموالي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی او څو څو ځله یې خبریالان د دې ډول پېښو د خپرولو له امله ګواښلي دي.
