سوداګري

ایران، پاکستان او ترکیې د ټرانزیټي دهلېز د بېرته فعالولو هوکړه وکړه

د ایران، پاکستان او ترکیې استازو د اقتصادي همکاریو سازمان  د سرمشریزې په دوه ورځنۍ غونډه کې د “استانبول – تهران – اسلام‌اباد” ټرانزیټي رېل پټلۍ د بېرته فعالولو په تړاو هوکړه وکړه. دوی ژمنه وکړه چې هره میاشت به لږ تر لږه یو باروړونکی رېل‌ګاډی پر دغه ۶۵۴۰ کیلومتره اوږده دهلېز چلېږي، چې دا به د سیمې په سوداګرۍ کې چټکوالی، اغېزمنتیا او سیالۍ ته وده ورکړي.

په غونډې کې ټینګار وشو چې د تعرفو، ګمرکي خنډونو او لوژستیکي ستونزو مخه باید ونیول شي. ګډونوالو موافقه وکړه چې د رېل خدمتونو لپاره دې یو شان او رقابتي تعرفې وټاکل شي، د قطارونو منظم مهال‌وېش تضمین شي، او پر پولو د ترانسشیپمنټ (تخلیې او بیا بارونې) اسانتیاوې رامنځته شي.

د یاد رېل دهلېز چټکتیا کولی شي په لسو ورځو کې  دا واټن ووهي، چې دا د سمندري ټرانزیټ پرتله شاوخوا درې برابره کم وخت نیسي. دا اقدام به نه یوازې د دریو ښکېلو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لګښتونه راکم کړي، بلکې د سیمه‌ییزې نښلونې او اقتصادي همکارۍ لپاره به نوې دروازې هم پرانیزي.

یاد توافقات د یو رسمي سند په بڼه لاسلیک شول، چې تمه ده د سیمې د ترانسپورت او سوداګرۍ په برخه کې یو مهم پړاو ثابت شي.