افغانستان

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله نهه تنه مړه شوي دي

په بغلان ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايی، چې د د دغه ولایت د جلګې او خوست ولسوالیو ترمنځ اړوند پلفي سیمه کې، د یوې ټرافیکي پېښې له امله دو ښځو په ګډون نهه تنه مړه شوي دي.

د دغه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی موټر له سړک څخه واوښت.

په دغه پېښه کې، د څلورو ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.