منځنی ختیځ

ټرمپ: قطر کې د حماس پر سیاسي مشرانو د اسراییلو له برید څخه «ډېر ناخوښ» یم

اسراییل د سه‌شنبې په ورځ په قطر کې د هوايي برید له لارې هڅه وکړه چې د حماس سیاسي مشران ووژني. د رویټرز د راپور له مخې، دا اقدام چې د امریکا له لوري «یو اړخیز برید» بلل شوی، د واشنګټن او تل‌ابیب له ګټو سره سمون نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له هر اړخه د اسراییلو له دې برید څخه «ډېر ناخوښ» دی او زیاته کړې یې ده چې د چهارشنبې په ورځ به په دې اړه بشپړه اعلامیه خپره کړي.

حماس اعلان کړی چې په برید کې د دې ډلې پنځه غړي وژل شوي، چې په هغوی کې د خلیل الحیه زوی هم شامل دی. الحیه د حماس د جلاوطنه مشرتابه غړی او د سولې د خبرو اصلي استازی دی.

ټرمپ د واشنګټن په یوه رسټورانټ کې خبریالانو ته ویلي: «زه له دې موضوع خوښ نه یم. وضعیت ښه نه دی؛ خو دا وایم: موږ د بندیانو د بېرته راګرځېدو غوښتونکي یو، خو له دې ډول پېښو خوښ نه یو.»

اسراییل د دې بریدونو دفاع کړې، خو قطر اسراییل «خاین» بللی او دغه اقدام یې «دولتي تروریزم» نومولی دی.

د قطر لومړي وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، دا هوايي بریدونه هغه د سولې خبرې له ګواښ سره مخ کوي چې قطر د حماس او اسراییلو تر منځ منځګړیتوب کوي.

ټرمپ همدارنګه ویلي چې د حماس په نښه کول «ارزښتناک هدف» دی، خو دا چې برید په یوه خلیجي عربي هېواد کې شوی، ورته ښه احساس نه ورکوي. هغه هېواد چې د واشنګټن مهم غیر ناټويي متحد بلل کېږي او حماس له اوږدې مودې راهیسې په کې خپل سیاسي مرکز لري.

دغه برید د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو او اروپايي ټولنې له لوري غندل شوی او د غزې د اوربند خبرې او د ټرمپ هغه هڅې یې له ستونزو سره مخامخې کړې چې د نږدې دوه کلنې شخړې لپاره د خبرو اترو له لارې پای ته رسېدو هڅه کوي.