سوداګري

د کابل په پل‌خشتي سیمه کې د ځمکې لاندې مارکېټ پرانیستل شو

د طالبانو د ښاروالۍ چارواکو نن سې‌شنبه (د وږي ۱۸مه) په یو لړ مراسمو کې د کابل ښار د پل‌خشتي په سیمه کې د ځمکې لاندې مارکېټ پرانیسته وکړه.

د طالبانو د ښاروالۍ مرستیال خالد سجستاني وویل چې دا مارکېټ د ۳۰ کلونو لپاره یوې خصوصي کمپنۍ ته د یوې هوکړې له مخې ورکړل شوی دی. د ده په خبره، د دې مودې په ترڅ کې به ۶۵ سلنه عواید یاد شرکت ته او ۳۵ سلنه د کابل ښاروالۍ ته وررسېږي.

سجستاني په پرانیست غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د مارکېټ د ساتنې او سمې استفادې لپاره جدي پاملرنه وکړي.

د هغه په وینا، اوس مهال په کابل ښار کې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت له ۲۰۰ ډېرې اساسي پروژې روانې دي.

د دغه مارکېټ د جوړولو کار څه باندې یو کال وخت نیولی دی.