د امریکايي ټیکنالوژۍ ستر شرکت ایپل به سبا (د سپتمبر پر ۹مه) په خپل کلني کلني نندارتون کې څلور نوي آیفون ماډلونه، څو نوي اپل لاسي ساعتونه او تازه ایرپډز وړاندې کړي.
سږکال ایپل څلور نوي آیفونونه بازار ته وړاندې کوي: آیفون ۱۷، آیفون ۱۷ پرو، آیفون ۱۷ پرو ماکس او نوی آیفون ۱۷ ایر. د پرو ماډلونو شا برخه به د نوې، لویې او پرمختللې کیمرې سیسټم لرونکې وي. دغه ماډلونه به د نوي A19 پرو چپ سره راشي چې په فعالیت کې به د پام وړ پرمختګونه راولي. آیفون ۱۷ ایر تر ټولو نازک او سپک ماډل دی، چې ضخامت یې یوازې ۵.۵ میلیمتر دی، چې یوازې د الکټرونیکي سیم لرونکي به وي .
ایپل به د آیفونونو لپاره نوي رنګونه هم وړاندې کړي، چې په کې د پرو ماډلونو لپاره یو ځانګړی نارنجي رنګ شامل دی.
په اپل لاسي ساعتونو کې به درې نوي ماډلونه معرفي شي: اپل واچ لړۍ ۱۱، اپل واچ الټرا ۳ او اپل واچ SE. الټرا ۳ ماډل به د لوی سکرین، نوي S11 چپ او G5شبکې ملاتړ ولري، چې دا د ګارمین او نورو سیالانو پر وړاندې د سیالۍ لپاره مهم ګام دی. اپل واچ SE به مناسبه بیه ولري او د ماشومانو لپاره د موبایل پر ځای د کارونې په توګه وړاندې کېږي.
د ایرپډز پرو ۳ به درې کاله وروسته لومړنۍ تازه بڼه وي. د دې ایرپډز په نوې نسخه کې به د زړه د ضربانو څارنه، کوچني چارجر کیسونه او د خبرو د ژباړې ژوندی فیچر شامل وي، چې کاروونکو ته به اجازه ورکړي چې هم مهاله یې په بېلابو ژبو خبرې وژباړي.
دا ننداره به د سپتمبر پر ۹مه د شپې په ۹ بجو (د متحده عربي اماراتو په وخت) پیل شي، او ګلف نیوز به د پېښې ژوندۍ پوښښ وړاندې کړي.
