د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې نن دوشنبه یې ۳۵ ټنه ژوند ژغورونکي روغتیايي توکي افغانستان ته لیږلي، څو د هېواد په ختیځو سیمو کې د وروستۍ ویجاړونکي زلزلې اغېزمن خلک د بیړني غبرګون له ملاتړ برخمن شي.
دې ادارې پر ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې دغه طبي مرستې په دُبۍ کې د سازمان د بیړنیو توکو له مرکز څخه، د دُبۍ د حکومت او چارواکو په ملاتړ، لیږدول شوې دي.
یادې مرستې له یو شمېر حیاتي روغتیايي کڅوړو څخه جوړې دي، چې د سختې خوارځواکۍ سره مخ ماشومانو لپاره ځانګړې تغذیوي کڅوړې، لکه د غیرساري ناروغیو د مدیریت لپاره طبي توکي، د بیړني روغتیايي غبرګون لپاره د همغږۍ کڅوړې، د ټپونو او جراحي حالتونو د درملنې لپاره تجهیزات، درمل او نور مهم طبي وسایل پکې شامل دي.
مکته شرما، په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مرستیاله استازې، د دغو مرستو په اړه وویل:
«دا مرستې د هغو سیمو لپاره دي چې د زلزلې له امله زیانمن شوي، دا مرستې د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو په برخه کې یو مهم ګام دی. موږ خپلو مرسته کوونکو نه منندوی یو. د روغتیا نړیوال سازمان ټیم په افغانستان کې پرته له ستړیا کار کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې ژر او په مؤثره توګه اړمنو کسانو ته ورسیږي.»
