سوداګري

د هند ملي امنیت سلاکار: د چابهار بندر مرکزي اسیا سیمې ته د تګ‌راتګ اسانتیا برابروي

د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دووال، وايي چې له خپل ایراني سیال علي لاریجاني سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراخولو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، دفاع، امنیت او چابهار بندر په برخو کې، خبرې کړي دي.

هغه ویلي، چې د چابهار بندر د پرمختګ په بهیر کې د هند ګډون، دغه هېواد ته د ټرانزیټ یو بدیل او باوري لاره، چې له افغانستانه تېریږي، برابروي.

د هند د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې د دغه بندر اهمیت ځکه ډېر دی چې د افغانستان او هند، د ځمکنۍ ټرانزیټ مستقیمه لاره نشته.

د ټایمز اف انډیا رسنۍ د راپور له مخې، اجیت دووال زیاته کړې: «دا لاره د زرنج- دلارام سړک په کارولو سره چې د هند په مرسته په افغانستان کې جوړ شوی، پرمخ وړل کېږي. همدارنګه دا یوه بله باوري او مستقیمه د سمندر له لارې لاره ده چې د مرکزي اسیا سیمې ته د تګ راتګ اسانتیا برابروي.» چابهار بندر د افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو سوداګریزو تعاملاتو په برخه کې یو له مهمو بندرونو څخه ګڼل کیږي او په دې وروستیو کې یې د پراختیا او په دې اړه په خبرو اترو کې د افغانستان د دریځ په اړه خبرې کېږي.