متحده عربي اماراتو ویلي، چې د دغه هېواد د مرستو ادارې او سرې میاشتې د بشري مرستو ۳۱ لاری د زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه، کونړ ته استولي دي.
د اماراتو حکومتي اژانس راپور ورکړی، چې په دغو مرستو کې، خواړه، روغتیایي خدمات او خیمې شاملې وې.
د راپور له مخې، د اماراتو د خیریه بنسټونو ټیمونو د تېرې چهارشنبې راهیسې د هغه لارښوونو په چوکاټ کې چې د اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان کړې وې، څو د زلزلهځپلو خلکو ملاتړ وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران هم ۱۰۰ ټنه بشري مرستې د کونړ زلزلځپلو خلکو ته استولي دي.
