حماس د جمعې په ورځ د هغو دوو اسرائیلي بنديانو ویډیو خپره کړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د اسرائیل د موسیقۍ له یوه کنسرټ څخه تښتول شوي وو.
په دغه ویډیو کې یوه بندي ویلي، چې په غزه ښار کې ساتل کېږي، هغه ځای چې د اسرائیل پوځ د دې ډلې د لهمنځه وړلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.
ګای ګیلبوا-دلال او الون اوهل د هغو ۴۸ کسانو له ډلې دي چې لا هم د حماس په بند کې په غزه کې ساتل کېږي او اټکل کېږي چې شاوخوا ۲۰ تنه یې ژوندی وي.
فلسطیني وسلهوالو د ۲۰۲۳ کال د سرحدي برید پر مهال د سویلي اسرائیل پر ټولنو یرغل وکړ چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او جګړه پیل شوه. هغوی ۲۵۱ تنه یرغمل کړل. د سیمهییزو روغتیایي چارواکو په وینا، له هغه وخته تر اوسه په غزه کې تر ۶۴ زره زیات فلسطینیان د اسراییلو له لوري وژل شوي، د سیمې ډېره برخه کنډواله شوې او اوسېدونکي یې له سخت بشري بحران سره مخ دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه ویډیو اډیټ شوې ده او ګیلبوا-دلال، له ستړي څېرې سره، څه باندې درې نیم دقیقې خبرې کوي. په یوه برخه کې چې د اګسټ ۲۸ نېټې پورې تړاو لري، هغه په موټر کې لیدل کېږي.
هغه وایي چې د څو نورو بنديانو سره په غزه ښار کې ساتل کېږي او د اسرائیل د بریدونو له امله د وژل کېدو وېره لري.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تېر میاشت پوځ ته امر کړی و چې د هېواد تر ټولو لوی ښاري مرکز غزه ښار ونیسي او پر هغه څه برید وکړي چې حکومت یې د حماس وروستۍ سنګر بولي. د پوځ ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل چې اوس د ښار شاوخوا ۴۰ سلنه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري، هغه ښار چې د جګړې تر پیل مخکې شاوخوا یو میلیون اوسېدونکي لرل. پوځ ادعا کوي چې د غزې ۷۵ سلنه برخه یې کنټرول کړې ده.
